د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د چين له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د چين له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
16 اکتوبر 2022
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور د معینانو او یو شمېر رئیسانو په شتون کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د استخراجي صنایع سکټور، په ځانګړې توګه د مس عینک، آمو دریا او کټواز سیمې سروې پورژو د وضعیت، پرمختګ او لومړیتوبونو په اړه نن د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پېل کې چین د افغانستان ښه دوست او شریک وباله او د دغه هېواد له دوامداره مرستو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او همدارنګه هیله یې څرګنده کړه چې د یاد هیواد مرستې په مختلفو برخو کې داوم ومومي.
د چین سفیر وانګ یو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه د مننې تر څنګ له افغانستان سره یې د دغه هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ، ښاغلي وانګ يو وويل افغانستان او چين دوستانه اړيکي لري او چين په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې او لا به هم کوي.
اړوند موضوعات
تېره اونۍ د کانونو لۀ درکه ۲۰۰ میلیونه عوائد ترلاسه شوي دي
د غونډې په پای کې په یادو پروژو کې د تحرک او شفافیت د رامنځته کولو په موخه د لازمو تدابیرو په اړه خبرې وشوې او د پروژو د اغیزمن تطبیق د چټکتیا په موخه پریکړه وشوه.






