د ننګرهار ولایت عمومي محبس او زندان ساتونکو ته ځانګړی یونیفورم وویشل شو.

0
63

د ننګرهار ولایت عمومي محبس او زندان ساتونکو ته ځانګړی یونیفورم وویشل شو.

5 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د یاد ولایت عمومي محبس ساتونکو ته ځانګړی يونيفورم وویشل شو.

 

د ننګرهار عمومي محبس ساتونکي د زندانانو چارو عمومي رياست له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په ځانګړي يونيفورم ملبس او تجهیز شول.

 

په يادو مراسمو کې د ننګرهار استيناف محکمې رئیس مولوي محمد ګلاب فاروقي خوښي وښوده، چې د محبس ساتونکو ته ځانګړی لباس ورکړل شو او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې بنديانو سره ښه چلند تر سره کړي؛ ځکه دا د شريعت حکم دی او بايد تطبيق شي.

 

 

د ننګرهار زندانانو چارو رئیس مولوي بلال شاهين وويل، چې د محبس ساتونکو لپاره يونيفورم ډير مهم و او په دې سره به د ساتونکو، عامو خلکو او بنديانو ترمنځ په اسانۍ توپير وشي.

 

نوموړي ژمنه وکړه، چې په خپله برخه کې به لا ښه اصلاحات رامنځته کړي.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت: جوزجان کې سلګونه پولیسو ته ځانګړی یونیفورم توزیع شو.

 

د ننګرهار محبس ساتونکو په خپل يونيفورم خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې خپله دنده به په پوره ايماندارۍ پرمخ يوسي.

Leave a reply