کورنیو چارو وزارت: جوزجان کې سلګونه پولیسو ته ځانګړی یونیفورم توزیع شو.

0
205

کورنیو چارو وزارت: جوزجان کې سلګونه پولیسو ته ځانګړی یونیفورم توزیع شو.

22 دسمبر 2022

 

د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې ۱۵۰۰ پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وېشلی دی.

 

د کورنیو چارو وزارت اړوند د جوزجان امنیه قومندان قاري د حفیظ الله پهلوان پولیسو ته د یونیفورم د وېش پرمهال وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مسوولو او غیر مسوولو امنیتي منسوبینو د جلا کولو په موخه پولیسو ته ځانګړی یونیفورم ووېشل شو.

اړوند موضوعات

 

د کورنیو چارو وزارت له لورې د ارزګان پوليسو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ پيل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وېشل شوی، چې د خلکو له خوا یې تود هرکلی شوی دی.

Leave a reply