د کورنیو چارو وزارت له لورې د ارزګان پوليسو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ پيل شوه.

0
207

د کورنیو چارو وزارت له لورې د ارزګان پوليسو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ پيل شوه.

9 دسمبر 2022

 

د روزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ منسوبينو ته د یونیفورم وېشلو لړۍ پرون رسماً د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه

په يادو مراسمو کې د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد، امنیه قومندان ملا عبدالله بشیر، د ولسوالیو امنیه قومندانانو د حوزو مسؤلینو او يو شمېر سرتېرو ګډون کړی وو.

 

د روزګان والي په دغه غونډه کې، امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلومسؤلیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

 

نوموړي همدارنګه وویل، چې له دې وروسته هېڅ پوليس حق نلري، چې له یونفورم څخه پرته پر چک پاينټ ودرېږي او يا عملياتو ته لاړ شي.
په ورته وخت کې د روزګان امنیه قومندان ملا عبدالله بشیر پر ولسونو غږ وکړ، چی د امنيت د لا ټينګښت لپاره له امنيتي ځواکونو سره همکاري دوامداره وساتي.

 

نوموړي همداراز ملي پولیسو ته سپارښتنه وکړه چي د نوي یونیفورم څخه په استفادې نور هم د اولس خدمت او امنیت ته لومړیتوب ورکړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت د امن او عامه نظم ساتنې لپاره سل کسیزه ښځینه قطعه جوړه کړه.

 

د يادونې وړ ده، چې دمګړۍ د هېواد په ډېری ولايتونو کې د ملي پوليسو سرتېري په یونفورم سمبال شوي او دغه لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

Leave a reply