فراه ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لورې له میشتو قومونو سره د یووالي غونډه ترسره شوې.

فراه ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لورې له میشتو قومونو سره د یووالي غونډه ترسره شوې.
5 فبروري 2023
په یاده ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ معینیت معین ملا عبدالخالق “عابد”، فراه ولایت مقام والي ملا نور محمد “روحاني”، امنیه قوماندان، ګڼو رئیسانو، په سلګونو قومي مخورو او خبریالانو هم ګډون درلودل.
ورپسې د علماؤ شورا مرستیال رئیس مولوي شراف الدین وینا وکړه، ده په شل کلن جهادي بهیر کې د ولسي وګړو د قربانیو ستاینه وکړه او د ا.ا.ا د مشرتابه، مسؤلینو او آمرینو د پیروۍ ترڅنګ یې د اسلامي نظام پر ښیګڼو باندې خبرې وکړي.
د جوین ولسوالي قومي مخور معلم محمد انور بیا د ا.ا.ا د لوړو پوړو مسؤلینو له راتګ څخه د مننې ترڅنګ په دي ولایت کې د بخش اباد بند د رغولو، بریښنا د نشتون غوښتنې وکړي او د ولسي وګړو په استازیتوب یې د پوره همکارې ډاډ هم ورکړ.
بل خوا د پرچمن ولسوالي د ولسي وګړو په استازیتوب دیني عالم مولوي عبدالمتین بیا د یادې ولسوالي د لویو لارو، سړکونو، روغتیایې او ښوونیزو مرکزونو د رغولو ترڅنګ په دي ولسوالي کې د یو فعال مخابراتي سایټ یادونه وکړه او د ا.ا.ا له مسؤلینو څخه یې د نورو مخابراتې شبکو د فعالولو غوښتنه هم وکړه.
د ولسي وګړو په استازیتوب د بالابلوک ولسوالي یو بل دیني عالم مولوي محمد یوسف په خپلو خبرو کې د بخش اباد بند د رغولو په ټینګه توګه غوښتنه وکړه، ده د بخش اباد بند د اوبو په کنټرول او اقتصادي چارو باندې ډیر اغیزمن وبلل.
د غونډې په بهیر کې د اهل تشیعه وروڼو په استازولۍ مولوي عزت الله “نظري” وینا وکړه، ده د ا.ا.ا د نظام پر راتګ او حاکمیت باندې خوښې څرګنده کړه او وې ویل، چې د ا.ا.ا له راتګ سره زموږ پوره امنیت ټینګ شوی او په ډیره ډاډه توګه سره خپلې ورځنۍ چارې مخته وړو.
ښاغلي “نظري” همدارنګه د اهل تشیعه وروڼو په استازیتوب د ا.ا.ا له نظام او سیمه ییزو مسؤلینو څخه خپل ملاتړ او همکارې اعلان کړه.
اړوند موضوعات
سرحدونو، ق، ق چارو وزرات پکتیا مرکز ګردیز کې د قومونو د یووالي په موخه ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه.
باید وویل شي، چې ناستې ته د میشتو قومونو په استازیتوب ګڼو قومي مخورو په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د رغولو او د بریښنا د نشتون بنسټیزو اړتیاو په ټینګه توګه غوښتنې وکړي او دا یې وویل، که چیرته یې یادې غوښتنې ونه منلې شي، نو فراهي ولسونه به د وچکالې او تیاریکې له کبله ګډوالې ته اړ شي.





