کډوالو چارو وزارت: کاپیسا او غور ولایتونو کې نیږدې ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې.

0
97

کډوالو چارو وزارت: کاپیسا او غور ولایتونو کې نیږدې ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې.

4 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې غور او کاپیسا ولایتونو کې نیږدې ۱۵۰ کورینو سره مرسته شوې.

 

خبر زیاتوي چې د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته د (WSTA) موسسې له لورې د کاپيسا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۴۲) کورنيو سره مرستې وشوې.

 

د يادو کورنيو له ډلې ( ۳۹) کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه په دوهم قسط کې ( ۳۰۰) امريکايي ډالره او (۱۲) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۸۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.

 

همدا راز د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د سلواغې په (۵) مه (۱۰۰) اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې.

اړوند موضوعات

کډوالو چارو وزارت هلمند مرکز لښکرګاه کې نیږدې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کړی.

 

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته دوه جمپرونه، يوه جوړه ژمنۍ موزې او يوه يوه کمپله ووېشل شوه.

Leave a reply