کډوالو چارو وزارت هلمند مرکز لښکرګاه کې نیږدې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کړی.
کډوالو چارو وزارت هلمند مرکز لښکرګاه کې نیږدې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کړی.
31 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د هلمند ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت کې د کډوالو چارو ریاست نن ورځ سلګونه کورنیو سره مرسته کړی.
خبر کې راغلي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د کډوالو چارو ریاست لخوا د ودان مؤسسې په همکارۍ د UNHCR په مالي ملاتړ د ۳۵۸ کورنیو سره نقدي مرسته وشوه، چي پر مهال یې د کډوالو چارو ریاست، استخباراتو ریاست او د مؤسساتو استازو حضور درلود.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت هرات او غور کې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.
یاده مرسته د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو له هغه کورنیو سره وشوه چي څه موده وړاندي یې د HRDA او WAW مؤسساتو لخوا سروې ترسره شوې وه چي نن ورځ هري کورنۍ ته د ۵۰۰ امریکایي ډالرو معادل ۴۷۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.