کډوالو چارو وزارت هرات او غور کې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.

0
135

کډوالو چارو وزارت هرات او غور کې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.

21 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې هرات او غور کې نیږدې ۱۳۰۰ کورنیو سره مرستې ترسره شوې.

 

خبر زیاتوي چې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ او همغږۍ د هرات ولايت په شيدايي کمپ کې (۱۲۳۰) کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې وشوې.

 

يادې مرستې د ترکيې هېواد له لورې وې چې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ او څارنې هرې کورنۍ ته يوه يوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه او په پام کې ده، چې ورته مرستې زرګونو نورو کورنيو سره هم ترسره شي.

اړوند موضوعات

کډوالو وزارت وایي میدان وردګ او فاریاب کې یې نیږدې ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي کومک ترسره کړی.

 

همدا راز د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې( ۳۰) کورنیو سره مرستې وشوې، چې پکې هرې کورنۍ ته يوه يوه کمپله، دوه جوړې ژمنۍ موزې او دوه دوه جمپرونه ووېشل شول.

Leave a reply