کډوالو وزارت وایي میدان وردګ او فاریاب کې یې نیږدې ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي کومک ترسره کړی.
31 دسمبر 2022
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت ولایتي ریاستونو سره په همغږۍ میدان وردګ او فاریاب ولایتونو کې سلګونه کورنیو سره مرستې کړي.
خبر زیاتوي د (CHAPO) مؤسسې له لورې د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۱۲۰۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې، چې پکې هرې کورنۍ ته له سروې او پېژندنې وروسته ۱۰۶۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
همدا راز د (UNHCR) دفتر له لورې د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۶۸) کورنيو سره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
اړوند موضوعات
د کډوالو چارو وزارت ارزګان کې د UNHCR دفتر په همکارۍ سلګونه کورنیو سره نغدي مرسته کړی.
د يادو کورنيو له ډلې (۲۰) اړمنو ښځو ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه او (۱۴۸) کورنيو ته (۲۷۵) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شول.










Leave a Reply