ایران په افغانستان کې د یو لوی سوداګریز مارکیټ جوړولو لپاره چمتوالی ښودلی.

0
237

ایران په افغانستان کې د یو لوی سوداګریز مارکیټ جوړولو لپاره چمتوالی ښودلی.

3 فبروري 2023

د ایران هیواد د مهر خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي په افغانستان کې د سوداګریز مرکز له رامنځته کولو خبر ورکړ.

 

هغه زیاته کړې، چې دغه مرکز به راتلونکې میاشت جوړ شي؛ خو د مهر په راپور کې دا ندي ویل شوي، چې د افغانستان په کومه سیمه کې به دغه مرکز جوړ شي.

 

 

محمد موسوي هیله من دی، چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

 

سعید محمد موسوي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو نومې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په تلپاتې وده کې برخه واخلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان بانک وایي ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې د نویو افغانیو نوټونه ویشلي او زاړه یې ترینه اخیستي.

دغه راز افغان چارواکو هم ویلي، چې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو اندازه لکه د خوراکي او سون توکو کچه په کال کې تر یو میلیارد دالرو پورې رسیږي.

Leave a reply