د افغانستان بانک وایي ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې د نویو افغانیو نوټونه ویشلي او زاړه یې ترینه اخیستي.

0
142

د افغانستان بانک وایي ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې د نویو افغانیو نوټونه ویشلي او زاړه یې ترینه اخیستي.

29 جنوري 2023

 

د افغانستان مرکزي بانک وایي، د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته یې ۱۰۰ میلیون نوي بانکنوټونه وېشلي چې په بدل کې یې له دغو بانکونو زاړه بانکنوټونه راټول کړي دي.

 

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه- چې یوه دنده یې د پولي سیاستونو طرح او د بانکنوټونو چاپ او نشر دی- تل هڅه کړې د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کړي او په مقابل کې یې زاړه بانکنوټونه را ټول کړي.

 

سرچینې لیکلي، له څه مودې راهیسې خلکو په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له شتون شکایت درلود، دا دی د افغانستان بانک د امکاناتو په پام کې نیولو سره سوداګريزو بانکونو ته د نوو بانکنوټونو د ورکړې پروسه پیل کړه.

اړوند موضوعات

 نن د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک د هېواد له خلکو هیله لري چې د بانکنوټونو د ژر زړېدو څخه د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي څو له وخت وړاندې زاړه نه شي او په دې وسیله د دغه ملي پانګې په ساتنه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

Leave a reply