د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان سره په تعامل ټینګار شوی.

د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان سره په تعامل ټینګار شوی.
29 جنوري 2023
د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ځينو وزیرانو له اوسني حکومت سره پر تعامل او په افغانستان کې پر سوله او ټیکاو ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت مهم وباله او له اسلامي امارت سره یې هم پر تعامل ټينګار وکړ.
نوموړی وايي چې د اوسني حکومت څنډې ته کول د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي.
بوټو ویلي نړۍواله ټولنه باید افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ۴ اعشاریه ۲ مېلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او همداراز د دغه هېواد د بانکي سیستم د احیا لپاره لارې چارې ولټوي.
له بل لوري د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د سې شنبې په ورځ د افغانستان د مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو او همداراز د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېواونو سره تعامل او ارتباطات مهم ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د هغو برخو ستاینه یې کوو چې له افغانستان سره د اړیکو دوام په هکله او له نظام، امنیت او ثباث څخه ملاتړ وي او په هغه کې ګاومونه اخیستل کېږي او یا ویاړ ورکول کېږي، باید یادونه وکړم چې د افغانستان اسلامي امارت د تعامل غوښتونکی دی او د همکارۍ غوښتونکی دی دغه هېوادونه باید له افغانستان سره همکار وي.
اړوند موضوعات
په دغه غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.





