د مناتو سیمې مشرانو جرګې غوښتنه کړې چې د هایی سکول ته دې د هاییر سیکنډر سکول درجه ورکړل شي
باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله پرته د ضلع کرم (منځنې کرمه ) قوم خویداد خيل د مناتو سيمې د مشرانو جرګې غوښتنه کړې چې هائي سکول مناتو ته دې د هاير سيکنډري سکول درجهخ ورکړے شي او په سيمه کې دې د سکولونو حالت ښه کولو دپاره ګامونه پورته کړل شي.
د مناتو سیمې د قومي مشرانو لویې جرګې ته په وینا کې ملک نیک احمد، محمد شریف، نواب ګل، نوید خان، نبي جان، کیبت خان او قاري غنی الرحمن وویل، چې د مناتو سیمه کې دولتي های سکول د مناتو زمشت او علي شېرزي سیمې یوازینی ښوونځی چی له اوو سوو څخه زیات ماشومان په کې زده کړې کوی، هغوی اوویل چې د لسم امتحان وروسته په سلګونو ماشومان یا خپلې زده کړې پریږدي او په کورونو کيښني او یا مجبور دي چې د مزدورۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
مشرانو اوویل چې دلته غربت ډیر دې او دا غریب خلق په لرو پرتو سیمو کې ښوونځيو او کالجونو ته د تګ توان نه لري او له نورو زده کړو بې برخې پاتې شي.
مشرانو غوښتنه وکړه چې کوټکي ، مرغان شمخي، خرشو، دره بیزادي، جابو، لیل ګاډه، بلي خیل، اوټ کلی، ظریف خان کلی، ګواکي، سرخوی دره، چنارک د کنډالي بابا، دراني، مندان، کامران کلې، ورسته مېله، زکي مېله او لسګونه نور د کليو د زده کوونکو د راتلونکي په پام کې نيولو سره په خپلو سيمو کې د زده کړو لپاه مکتبونه جوړ شي او پوهنې د ستونزو د هواري لپاره دې ژر تر ژره ګامونه پورته شي، تر څو دلته ځوان نسل لوړې زده کړې وکړي او په راتلونکي کې د غوره هېوادوالو په توګه د هېواد او ولس خدمت وکړي.
مشرانو د همدې سيمې د تعليم د څانګې لوړپوړي افسر عمر اورکزي هم غوښتنه کړې ده چې په دې معامله دې دلچسپي واخلي.کرم ضلعې د مناتو د مرکزي کرم قوم خداداد خيل سيمې د مشرانو جرګې غوښتنه کړې چې هائي سکول مناتو ته دې د هاير سيکنډري سکول حيثيت ورکړے شي او په سيمه کې دې د سکولونو حالت ښه کولو دپاره ګامونه پورته کړل شي.