م،م: افغانستان سره د اقتصادي پرمختګ برخه کې همکاري کوو

0
188

م،م: افغانستان سره د اقتصادي پرمختګ برخه کې همکاري کوو

د سرچینې په خبره دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې له بېځایه شوو سره د بشردوستانه مرستو تر څنګ دوی ته د دایمي اقتصادي ودې په برخه کې اړینې مرستې ورسوي او داسې لارې چارې ورسره شریکې کړي چې وکړی شي د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

 

(2021 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د دایمي اقتصادي ودې لپاره د دوی همکارۍ دوام لري.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې له افغانانو سره د مرستې لپاره د دوی هڅې دوام لري.

د سرچینې په خبره دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې له بېځایه شوو سره د بشردوستانه مرستو تر څنګ دوی ته د دایمي اقتصادي ودې په برخه کې اړینې مرستې ورسوي او داسې لارې چارې ورسره شریکې کړي چې وکړی شي د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

اړوند موضوعات: 

د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پۀ پښو ودروي 

ددې تر څنګ په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو د کندهار له والي سره کتلي دي او هلته یې ژمنه کړې چې د افغانستان د روغتیايي سکتور اړتیاوې به پوره کوي.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ژمنې کړې دي او ټينګار کوي چې هڅه کوي افغانان له اوسني ناورین وژغوري.

Leave a reply