د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پۀ پښو ودروي
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2021/11/FB_IMG_1634111847413-1.jpg)
د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پۀ پښو ودروي
د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا له دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا څرګندونې د خوړو نړیوال سازمان اجراییوي رییس ډیویډ بېزلي د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.
(2021 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیوافپي) اجراییوي رییس ویلي چې دوی به په بېړنۍ توګه د بشري ناورین مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا له دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا څرګندونې د خوړو نړیوال سازمان اجراییوي رییس ډیویډ بېزلي د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.
بېزلي ویلي چې دوی ټول په افغانستان کې دي او په دغه هېواد کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو او اړمنو ته د نغدي مرستو د وېش پر میکانیزم کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې په مارکېټ کې د پیسو څرخ ته زمینه برابره او د افغانستان اقتصاد تر یوه حده په خپلو پښو ودرېږي.