حکمتیار د امنیتي ګواښونو له امله د کابل ایمان جومات کې د جمعې لمونځونه وځنډول

ګلبدین حکمتیار اعلان وکړ، چې د امنیتي ګواښونو له امله نور په کابل کې ددغه ګوند د مرکزي دفتر په جومات کې د جمعې لمونځونه د موقت وخت لپاره نه کېږي.
نوموړی وایي، غوښتل یې له ګواښونو سره سره دا لړۍ جاري وساتي ، خنډ او ځنډ پکې رامنځته نه کړي، خو اوس د خاصو دلایلو له کبله د ملګرو او وروڼو په مشوره او وړاندیز د جمعې لمونځونو لړۍ موقتاً ځنډوي.
(2023 / 2 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
حکمتیار د امنیتي ګواښونو له امله د کابل ایمان جومات کې د جمعې لمونځونه وځنډول.
ګلبدین حکمتیار اعلان وکړ، چې د امنیتي ګواښونو له امله نور په کابل کې ددغه ګوند د مرکزي دفتر په جومات کې د جمعې لمونځونه د موقت وخت لپاره نه کېږي.
نوموړی وایي، غوښتل یې له ګواښونو سره سره دا لړۍ جاري وساتي ، خنډ او ځنډ پکې رامنځته نه کړي، خو اوس د خاصو دلایلو له کبله د ملګرو او وروڼو په مشوره او وړاندیز د جمعې لمونځونو لړۍ موقتاً ځنډوي.
د یادونې وړ ده چې موده وړاندې د حکمتیار پر دفتر د جمعې په ورځ درې برید کوونکو برید کړی ؤ چې د دۀ ساتونکو قومندان په ګډون درې تنه پکښې ووژل شول.
اړوند موضوعات:
حکمتیار وروستي بریدونو ته په اشاره ویلي چې یاد بریدونه د تاجکستان څخه یوې ډلې رهبري کول.
د برید کوونکو موخه پر ښاغلي حکمتیار برید ښودل شوی ؤ، خو خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شول.