قدرت الله جمال: د اسلامي امارت مشرتابه تل د صنعت کارانو او سوداګرو څخه ملاتړ کړی او د صنعت وزارت یې د سوداګرو کور بللی.

قدرت الله جمال: د اسلامي امارت مشرتابه تل د صنعت کارانو او سوداګرو څخه ملاتړ کړی او د صنعت وزارت یې د سوداګرو کور بللی.
3 فبروري 2023
یادې خبرې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال سوداګرو او صنعت کارانو سره په تازه لیدنه کې وکړې.
په یاده لیدنه کې سوداګرو په هیواد کې د سرطان د ناروغۍ درملنې لپاره د سهامی شرکت له لاری د مجهزه روغتون پرجوړولو بحث وکړ او صنعت کارانو د سوداګريزو ویزوپه برخه کې خپلې ستونزې بیان کړل او د ستونزو د حل غوښتوونکې شول، همدا راز پانګوال د خپلې فابریکې د تولیداتو د کاپی کیدو څخه شکایت درلود او د دی کار د مخنیوی غوښتوونکې شول.
مولوي قدرت الله جمال سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه تل د صنعت کارانو او سوداګرو څخه ملاتړ کړی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې د سوداګرو او صنعت کارانو کور وباله.
نوموړي زیاته کړه چې صنعت او سوداګرۍ وزارت په امارت کې د سوداګرو او صنعت کارانو استازی دی همدا راز د دی وزارت مشرتابه هم د امیرالمومنین د هدایاتو په مطابق سوداګرو او صنعت کارانو څخه هر اړخیزه ملاتړ کوي.
اړوند موضوعات
په پای کې جمال سوداګرو ته د ستونزو د حل لپاره د چټک حل لټولو ډاډ ورکړ او وویل چې ستاسو وړاندیزونه به د تائيد په موخه اقتصادی کمیسیون سره شریک کیږي.
حماد






