سوداګرۍ وزارت: موږ تل هڅه کوو چي د افغانستان صنعت او محصولات د ودي سربیره د نړۍ په سطحه لومړی مقام ترلاسه کړي.

0
109

سوداګرۍ وزارت: موږ تل هڅه کوو چي د افغانستان صنعت او محصولات د ودي سربیره د نړۍ په سطحه لومړی مقام ترلاسه کړي.

1 دسمبر 2022

دغه څرګندونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د غالیو او قالینو د اتحادیې په شپږمه غونډه کې ګډونوالو ته د خپلو خبرو پر مهال وکړې.

د صنع او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ دغالیو تولیدونکو اوصادرونکو اتحادیې د مدیره هئیت دغړو شپږمه ناسته ترسره شوه.

دا ناسته چې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو د اتحاديې مشر، مرستیالانو، او غړو په ګډون جوړه شوی وه د اتحاديې د اساسنامي اړوند مسائلو، د کړنلاري تعدیل، تشکیلاتې جورښت، په ولایتونو کي د اتحاديې لخوا د آمریتونو ایجادول او د غړیتوب کارټونو ویشلو په اړه هراړخیزه او تخنیکې بحث وشو.

 

د صنعت او سودا ګرۍ وزارت مرستیال مولوی قدرت الله جمال د ناستې ګډون والو ته ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چي تاسي باید د اتحاديې په تشکیلاتي جوړښت کي مسلکي، کارپوه او با تجربه کسان وګماري ترڅو د غالیو د ودي په برخه کي زیاتې لاسته راوړنې ولرو.

 

ښاغلي جمال وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل هڅه کوي چي د افغانستان صنعت او محصولات د ودي سربیره د نړي په سطحه لومړی مقام ترلاسه کړي.

ښاغلي جمال زیاته کړه چي مونږ باید داسي سند او کړنلاره ترتیب او تصویب کړو ترڅو زمونږ لپاره ګټور وي.

اړوند موضوعات

وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی امروز به رئیس UNDP و مسؤل بخش پروګرام های انکشافی ملل متحد دیدار و گفتگو نمود.

د یادونې وړ ده چي دا قانون په ۸ فصلونو او ۲۷ مادو ترتیب شوي او د تاييد او تصویب څخه وروسته د اجرا وړ دي د دی اساسنامي په انفاذ سره د ۱۳۸۲ کال ۵ میاشت ۲۱ تاریخ قانون ملغا اعلانیږی.

Leave a reply