د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې هیئت د بلخ ولایت سوداگرو سره او اړونده مسؤلینو سره کتلي.

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې هیئت د بلخ ولایت سوداگرو سره او اړونده مسؤلینو سره کتلي.
3 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي تیره ورځ د یادې ادارې د ارشد مشاور میرویس غفوري په مشري هیئت، د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست او د بلخ ولایت سوداگرو ترمنځ د بلخ د صنعت او سوداگرۍ خونه کې د دې خونې د سرپرست اسدالله اسدي په حضور کې ناسته وشوه.
دغه ناسته کې چې د بلخ د اوسپنې پټلۍ رئیس مولوي محمد شفیق محمود او د یاد ریاست ځینو کارکوونکو هم ګډون درلود، په دوه اړخیزو همکاریو باندې مفصل بحثونه وشول.
د ادارې ارشد مشاور د مجلس ګډونوالو ته له ازبکستان څخه افغان لوري ته د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د مدیریت او چارو د انتقال پروسې اړوند معلومات وړاندې کړل او دوی ته یې څرگنده کړه چې ژر تر ژره به له یاد مسیر څخه انتقالات پیل شي.
همدارنګه د بلخ د صنعت او سوداگرۍ خونې سرپرست ښاغلي اسدي له خپل اړخه د هر راز همکاریو ډاډ څرگندولو ترڅنگ له یادې پروسې ملاتړ هم وښود.
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته لاړل.
همدراز د ناستې په جریان کې د سوداگرو پوښتنې ځواب، پیشنهادونه او نظرونه یې واورېدل شول.






