د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته لاړل.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته لاړل.
14 جنوري 2023
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداري له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن شنبه د جدې ۲۴مه د یادې ادارې لومړۍ ډله ١٣ تنه کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زدهکړو لپاره د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان هېواد ته په سفر روان شول.
تر سفر مخکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت له یادو کارکوونکو سره د همغږي ناسته وکړه او دوی ته یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
دغه ١٣ تنه کارکوونکي به د ٣ میاشتو لپاره یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زدهکړې کوي او تر راګرځېدو وروسته به د دوی له تجربو، هنر او مسلک څخه د اوسپنې پټلۍ ادارې کې ګټه اخیستل کیږي.
اړوند موضوعات
د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي له ګاونډيو هېوادونو څخه د اوسپنې پټلۍ اړوند نورې تعليمي بورسیې هم ترلاسه کړي څو وکولای شي د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کدرونو پر مټ مخ ته یوسي.





