د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.

0
122

د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.

 

5 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې او منصور فاتح شرکت تر مینځ تخنیکي تړون لاسلیک شو.

 

خبر زیاتوي: نن دوشنبه د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او منصور فاتح د اوسپنې پټلۍ او لوکوموتیونو د حفظ او مراقبت شرکت ترمنځ د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ملاتړ تړون د چارو ادارې لوی ریاست د رهبري او رسنیو استازو په حضور کې لاسلیک شو.

 

په همدې مناسب جوړ شوي مراسمو کې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور خپله وینا واوروله.

ښاغلي شیخ انورالحق وویل د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء له ۶۴ او ۶۴۷ شمېرو احکامو د تعمیل له مخې د یادې پروسې لپاره د امارتي ادارو ګډ هیئت وټاکل شو، چې دا ده دا مهمه پروسه بریالی او نن یې قرارداد لاسلیک کیږي او د اوسپنې پټلۍ ادارې هڅې ستایو.

 

د دې مراسمو په دوام د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او د تیر قرارداد په زیانونو او نوي قرارداد په شرایطو او ګټو وغږېد.

 

ښاغلي شرافت وویل: پخوانی قرارداد د هېواد په زیان وو، ځکه په کلني ډول قراردادي شرکت ته د ۱۵ میلیونه ډالرو شاوخوا پیسې ورکول کیدلای.

اړوند موضوعات

تېره یوه اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۰۰۵۲مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

د مراسمو په بله برخه کې یاد تړون چې میاشتنی لګښت یې ۳۴۸۹۸۶ امریکایي ډالر دي او موده یې ۲ کاله ده، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست او د منصور فاتح شرکت د معاون له لوري لاسلیک شو او د ا.ا د چارو ادارې له لوري د تسهیل کوونکي په حیث هم لاسلیک شو

Leave a reply