د اسلامي مشرتابه د هیواد د ځینو قول اردوګانو له مسؤلینو او مجاهدینو سره کتلي او لاز هدایات یې ورته کړي.

0
151

د اسلامي مشرتابه د هیواد د ځینو قول اردوګانو له مسؤلینو او مجاهدینو سره کتلي او لاز هدایات یې ورته کړي.

3 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د هیواد د ځینو قول اردوګانو له مسؤلینو سره لیدلي.

خبر زیاتوي چې د شیخ هبة الله د قول اردوګانو د لیدنو او له اړوندو قومندانانو سره د ملاقاتونو په لړ کې نن پنجشنبه د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو، د ۲۱۷ عمري قول اردو او ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له قومندانانو او یو شمېر نورو لوړ پوړو مسئولینو سره وکتل.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د عزم ۲۱۵ قول اردو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې کتنه کې مشرتابه نوموړو مسئولینو ته د صف د بشپړې تصفیې، د سرحداتو د کلکې ساتنې، د مجاهدینو د اخلاقي او نظامي روزني او د دوی د ستونزو د حل کولو، د نظام د استحکام او د شرعي احکامو د عملي کولو اړوند لازم هدایات وکړل.

Leave a reply