محبوبه سراج د سولې نوبل جائزې ته نومانده ده 

0
66

محبوبه سراج د سولې نوبل جائزې ته نومانده ده 

د نوبل د سولې جایزې کمېټه د دې ادارې یوازینۍ کمېټه ده چې په منظمه توګه د تېرو کلونو لاسته راوړنې جایزې ورکوي.

د نوبل د غوښتنې له مخې، دا جایزه باید “هغه چا ته ورکړل شي چې د ملتونو تر منځ د ورورګلوۍ او ورورولۍ د رامنځته کولو، د وسله والو شخړو د له منځه وړلو یا کمولو او د سولې د تامین او ودې لپاره یې تر ټولو غوره خدمتونه کړي وي.”

(2023 / 2 / 2    تاریخ تلویزیون باغی)

بشپړ راپور 

په ناروې کې د سولې نوبل جایزې ته له افغانستانه محبوبه سراج او له ایرانه نرګس محمدي نومول شوې دي. د اوسلو د سولې د څېړنو د انسټیټیوټ مشر هینریک اوردال د چهارشنبې په ورځ (د دلوې ۱۲مه) د دغه لېست د خپرولو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې مېرمن سراج او په ایران کې نرګس محمدي د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کړی دی.

ښاغلي هینریک زیاته کړه چې اغلې سراج د ا.ا. د واکمنۍ پر مهال د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره د هڅو له امله د نوبل د سولې د جایزې په سر کې ځای لري.

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت مشر ټینګار کړی، چې د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ته ۳۵۰ اشخاص او بنسټونه وړاندیز شوي او ثبت شوي دي.

د نوبل د سولې جایزې کمېټه د دې ادارې یوازینۍ کمېټه ده چې په منظمه توګه د تېرو کلونو لاسته راوړنې جایزې ورکوي.

اړوند موضوعات:

 د هسپانیې پارلمان د بشري حقونو جایزه فوزیه کوفي ته ورکړل شوه

Leave a reply