د هسپانیې پارلمان د بشري حقونو جایزه فوزیه کوفي ته ورکړل شوه

0
183

د هسپانیې پارلمان د بشري حقونو جایزه فوزیه کوفي ته ورکړل شوه

کوفي په دې مناسبت په خپله وینا کې وویل: دا جایزه زما د هیواد هغو ښځو ته ده چې په خلاص زندان کې دي. خو دوی لا هم مقاومت کوي.» د هسپانیا د بار کونسل د بشري حقونو جایزه هغه وکیل یا شخص ته ورکول کیږي چې د بشري حقونو په برخه کې یې غوره فعالیتونه ترسره کړي وي.

 

(2022 / 12 / 17    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هسپانیې پارلمان د بشري حقونو جایزه فوزیه کوفي ته ورکړل شوه. فوزیه کوفي چې د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او په دوحه کې د پخواني حکومت له مذاکره کوونکو څخه وه، د اسپانیا د بار کونسل د بشري حقونو جایزه ترلاسه کړه.

مېرمن کوفي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دې جایزې ترلاسه کول په افغانستان کې د ښځو ناوړه وضعیت په ګوته کوي.

کوفي په دې مناسبت په خپله وینا کې وویل: دا جایزه زما د هیواد هغو ښځو ته ده چې په خلاص زندان کې دي. خو دوی لا هم مقاومت کوي.»

اړوند موضوعات:

لطف الله نجفي زاده د کال په غوره خبريال جائزه ترلاسه کړه 

د هسپانیا د بار کونسل د بشري حقونو جایزه هغه وکیل یا شخص ته ورکول کیږي چې د بشري حقونو په برخه کې یې غوره فعالیتونه ترسره کړي وي.

Leave a reply