لطف الله نجفي زاده د کال په غوره خبريال جائزه ترلاسه کړه
لطف الله نجفي زاده د کال په غوره خبريال جائزه ترلاسه کړه
ښاغلي نجفي زاده وويل، دغه جايزه د افغانستان د ټولو خبريالانو او په ځانګړي ډول د هغوی ده چې په دې لاره کې يې قربانۍ ورکړې دي.
د ځوانو رهبرانو نړيوال بنسټ ويلي، چې دغو ځوانو رهبرانو په پوره زيرکتيا سره د خپل کار له لارې نورو ته الهام ورکړی دی.
(2022 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طلوع نيوز مخکيني مشر او د امو ټلويزيون اوسني اجرايوي مدير او خبريال لطف الله نجفي زاده د ۲۰۲۲ کال د خبريال جايزه ترلاسه کړه.
دغه جايزه د ځوانو رهبرانو نړيوال بنسټ (One Young World) له لوري د انګلستان په منچسټر ښار کې له افغانستانه لطف الله نجفي زاده او له لاتينې امریکا، برېتانيا، کلمبيا او جاپان څخه څلورو نورو خبريالانو ته ورکړل شوه.
ښاغلي نجفي زاده وويل، دغه جايزه د افغانستان د ټولو خبريالانو او په ځانګړي ډول د هغوی ده چې په دې لاره کې يې قربانۍ ورکړې دي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان لپاره د م،م ځانګړي رپورټر ترکیه کې لۀ افغان خبریالانو سره کتلي دي
د ځوانو رهبرانو نړيوال بنسټ ويلي، چې دغو ځوانو رهبرانو په پوره زيرکتيا سره د خپل کار له لارې نورو ته الهام ورکړی دی.