د افغانستان لپاره د م،م ځانګړي رپورټر ترکیه کې لۀ افغان خبریالانو سره کتلي دي 

0
92

د افغانستان لپاره د م،م ځانګړي رپورټر ترکیه کې لۀ افغان خبریالانو سره کتلي دي 

 

باغي ټلویزیون

بشپړ راپور: 

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په استانبول کې د بشري حقونو له فعالانو، خبریالانو، بانکدارانو، د مخکني پارلمان له غړو او د افغان حکومت له پخوانیو چارواکو سره کتلي دي.

هغه د سه شنبې په ورځ په ټویټر ویلي، چې دا کتنې غیر رسمي او ګټورې وې.

ښاغلي بینیت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېره اونۍ افغانستان ته خپل ۱۱ ورځنی سفر پای ته ورساوه. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړ او په افغانستان کې یې بشري وضعیت خورا د اندېښنې وړ بللی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي «توماس ویست» په استانبول کې له خبریالانو، بانکدارانو، د بشري حقونو له فعالانو، د پخواني پارلمان له غړو او نورو پخوانیو حکومتي چارواکو سره وکتل.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه، له هغو سیاسي څېرو سره یې خبرې کړي چې په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانانو لپاره غوره لار نه ده او دوی په سیاسي بهیر کې د خبرو اترو ته لېواله دي.

د سیاسي شخصیتونو یوې ډلې چې ځانونه د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا په توګه معرفي کوي، په دې وروستیو کې په ترکیه کې غونډه وکړه او په یوه پریکړه لیک کې یې ویلي، چې طالبان دې نور افغانستان نه ورانوي او د ستونزو د حل لپاره باید خبرې اترې وکړي.

سیاسي څېرو ویلي، چې هېڅ ډله په زور او فشار سره نه شي کولای په افغانستان کې دایمي حکومت وکړي.

دوی دا هم ويلي، چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي، خو په وینا یې که دا هڅې بریالۍ نه شي، نو د جګړې په لارو چارو به غور وکړي.

Leave a reply