حکومت دې نوې ټاکنې زر تر زر اعلان کړي: پرویز الهي

حکومت دې نوې ټاکنې زر تر زر اعلان کړي: پرویز الهي
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر او د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري پرويز الاهي د صوبايي اسمبلۍ د پي ټي آئي غړو سره د خبرو په مهال شکايت وکړ چې د ماډل ټاون پېښې اصلي کردارونو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې که د ماډل ټاون سانحې اصلي کردارونو ته سزا ورکړل شوې واي نو د لانګ مارچ په مهال به هغه څه نه و شوي.
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر دا هم وويل چې يو ځل بيا د ښارونو په داخل او خارجي لارو کنټينرونه لګول شوي دي.
د مسلم ليګ (ق) مشر وويل مونږ تل د عوامي فلاح پروژې شروع کړي دي، پنجاب کښې ريسکيو 1122 په کاميابۍ سره روان دے، دغه خدمت د سندهه حکومت هم شروع کړے دے۔
ياده دې وي چې تيره ورځ د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهي پاکستان تحريک انصاف ته مشوره ورکړې وه چې د قامي اسمبلۍ نه دې خپله استعفا واپس واخلي ځکه چې قامي اسمبلۍ د عوامو آواز پورته کولو یو ښه فورم دے.






