غور ولایت کې د دوو کسانو د وژلو پۀ تور څلور کسه نیول شوي دي   

0
234

 غور ولایت کې د دوو کسانو د وژلو پۀ تور څلور کسه نیول شوي دي 

 

باغي ټلویزیون

بشپړ راپور: 

د غور ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې دوو وروڼو د وژلو په تړاو د یوې شپږ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د مسوولینو په وینا، دغه دوه وروڼه د دوشنبې په ورځ د چهارسدې ولسوالۍ د «ده حاجي» په کلي کې د خپلو کروندو د خړوبولو پر مهال ووژل شول.

په غور کې د طالبانو د امنیه قومانداني وايي، چې دوه وروڼه زمان الدین او خیال الدین نومېدل او د دوی د وژلو لامل شخصي دښمني وه.

قومانداني وايي، چې د يادې قضيې په تړاو يې شپږ کسيزه ډله نيولې ده.

په تېرو دوو ورځو کې د غور په پسابند ولسوالۍ کې درې نور ملکي وګړي هم د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د امنیت د ټینګښت له ډاډ سره سره د مرموزو وژنو په ګډون جنايي جرمونه دوام لري.

Leave a reply