د برتانیا نوې ټاکل شوې وزیراعظمې ویلي دي چې پرمختګ ی خپل یو مهم مشن دې

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د برتانيا نوي ټاکل شوي لومړي وزير ليز تروس په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې د بريتانيا جوړول او پرمختيا د ده د ماموريت يوه برخه ده.

د بهرنۍ خبري ادارې ترمخه وزيراعظم ليز ټرېس اقتصاد، انرژي او روغتيا نظام خپل درې فوري لومړيتوبونه نومولي دي۔

وزيراعظم ليز ټرس وئيلي دي چې د مالياتو کمولو او اصلاحاتو له لارې به اقتصاد ته وده ورکولې شي، د هسپتالونو، سکولونو، سړکونو او براډ بينډ جوړول به يقيني کړل شي.
لېسټرز په خپله وینا کې زیاته کړه چې د اوکرایین د جګړې له امله رامنځته شوی د انرژۍ بحران به په سمدستي توګه حل شي.

دا خبره د یادونې ده چې
لیز ترس پرون د برتانیا له ملکې سره تر لیدو وروسته په رسمي ډول د بریتانیا نوی وزیراعظمه شو.

د برتانیې د رسنیو د راپور له مخې، د بریتانیې ملکې لیز تروس ته په رسمي ډول د حکومت د جوړولو بلنه ورکړې ده.

لومړی وزیر لیز تروس به اوس ډاونینګ سټریټ ته راشي ترڅو د خپلې کابینې په جوړولو پیل وکړي.

باید یادونه وشي چې د ملکې الیزابیت دوهم د واکمنۍ پرمهال لومړۍ وزیره وینسټن چرچل وه، په داسې حال کې چې لیز تراس ۱۵م نمبر لري.

د یادولو وړ ده چې بوریس جانسن د جولای په اوومه نیټه د رسوایۍ د افشا کیدو نه وروسته د وزیراعظم د څوکۍ څخه استعفی اعلان کړې وه.
نور خبرونه

لیز تراس امروز به عنوان نخست وزیر بریتانیا شروع به کار میکنند 

لیز ټرس د برتانیا نوې وزیراعظمه ټاکل شوې، خپله رسمي دنده ی پیل کړې ده

Leave a reply