د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس نن ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې او مل پلاوي سره کتلي.

0
108

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس نن ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې او مل پلاوي سره کتلي.

31 جنوری 2023

 

ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې او سرپرستې اغلې رافایلا یودیچی او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

 

په دې کتنه کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سیاسي څانګې مسوول ښاغلي فردیناند جینریش او د سیاسي او امنیتي چارو سلاکار زاهد رحمان هم حضور درلود.

 

په پیل کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه وې ویل، دا مهال په افغانستان کې د اقتصاد، امنیت، اداري فساد لمنځه وړلو او پر نشه د روږدو کسانو راټولولو ترڅنګ په ځینو برخو کې پام وړ پرمختګونه شوي چې د ستایلو دي او موږ د شته نړیوالو تحریماتو د راکمیدو او له منځه وړلو غوښتنه کوو.

 

نوموړې په وروستیو کې د اروپایی اتحادیي د غړو هیوادونو د یو تن لخوا د قرآن کریم د سوځېدو پېښه وغندله وې ویل، عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي.

 

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافيرې څرګنده کړه، اروپایي ټولنه چې د اوه ویشتو(۲۷) هیوادونو استازولي کوي د افغانستان خلک تنها ندې پرېښي او ترڅنګ یې ولاړه ده، کلتور او عنعناتو ته یې احترام کوي. موږ به تر هغې د افغانانو ترڅنګ یوو ترڅو فساد ورک، عواید لوړ او د فقر کچه راکمه شي.

 

اغلې رافایلا یودیچی زیاته کړه، ښځو ته دې د کار او تعلیم زمینه د اسلامي امارت په چوکاټ کې برابره کړل شي، ځکه د ښځو د کار بندیز موږ له ځینو جدي ستونزو سره مخ کړي یوو او پدې اړه د اسلامي امارت د مقاماتو پاملرنه غواړو.

 

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د ارپایي ټولنې د خېریه چارو قدرداني وکړه وې ویل،هرڅوک چې د افغانستان د عامو وګړو د ښه والي او پرمختګ لپاره خدمات وړاندې کوي ا.ا ورسره د هر راز اسانتیا برابرولو ترڅنګ ګډه همکاري کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د ځینو امارتي مسؤلینو سره د خوست ښار د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.

 

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، جزوي او منفي موضوعات باید ټول امارت ته منسوب نشي، نړیوال باید مثبتو مسایلو ته پاملرنه وکړي او رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم او خبرو له لارې حل شي.

Leave a reply