د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د ځینو امارتي مسؤلینو سره د خوست ښار د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د ځینو امارتي مسؤلینو سره د خوست ښار د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.
25 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د دفتر عمومي رئیس د خوست ښاروال په حضور کې د ځینو نورو لوړ پوړو اړوندو امارتي چارواکو سره د خوست ښار د پراختیا او ماسټر پلان په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټرملا عبدالواسع، د ملي دفاع وزارت استازي مولوي حمدالله منصوری، د ښارجوړونې وزارت استازي محمد صابر شریف، دخوست ښاروال قاري بسمالله بلال، د کار او ټولنیزو چار وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت، د علومو اکاډمۍ استازي مولوي عرفان الله عرفان او نورو فني کارکونکو د خوست ښار د پراختیا او ماسټر پلان د پلي کېدو په اړه غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د خوست ښار د پراختیا لپاره د پخواني ماسټر پلان د پلي کېدو او په یاد ښار کې د اوسنۍ ګڼه ګوڼې د راکمېدو په اړه هر اړخیزه بحث او خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې پر مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شو.
د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس لخوا د خوست ښار د ماسټر پلان د ښه پلي کېدو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.