د پاکستاني طالبانو تحریک د پیښور جومات کې وژونکی برید رد کړی او ویلي یې دي چې جوماتونه هیڅکله زموږ هدف نه دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک د پیښور جومات کې وژونکی برید رد کړی او ویلي یې دي چې جوماتونه هیڅکله زموږ هدف نه دی.
31 جنوري 2023
د پاکستاني طالبانو له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پیښور پولیس لاینز سیمې د تیرې ورځې برید دوی پورې اړه نه لري.
د یادې ډلې د ویاند محمد خراساني له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د پیښور پولیس لاینز سیمې په یوه جومات برید د دوی ډلې پورې هیڅ اړه نه لري او نه هم مساجد د دوی هدف دي.
د یادې ډلې اعلامیه زیاتوي چې زموږ لایحه او قانون کې په واضحه توګه ویل شوي چې په مساجدو، مدارسو، جنازګاوو او نورو مقدسو مقاماتو بریدونه یو نه بښونکی جرم دی، موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو او که چا ترسره کړ، هغه د سزا حقدار دی.
اړوند موضوعات
د پیښور پولیس لاینز ځانمرګي برید شهیدانو شمیره ۷۲ دوه اویا ته رسیدلې ده، ۱۵۷ نور کسان ټپیان دي
بل طرفته د یاد برید پړه د خوارجو ډلې داعش پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې یاد برید کې لسګونه پاکستاني پولیس قتل او ټپیان شوي.
حمادشیرزاد






