د پیښور پولیس لاینز ځانمرګي برید شهیدانو شمیره ۷۲ دوه اویا ته رسیدلې ده، ۱۵۷ نور کسان ټپیان دي

0
85

باغی ټي وي رپورټ
پېښور: د پولیس لاینز جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید کې د جومات د امام او پولیسو په ګډون د شهیدانو شمېر ۷۲ ته رسېدلی او ۱۵۷ نور ټپیان شوي دي.

د څو ټپيانو حالت نازک دی، د چاودنې له امله د جومات دوه پوړيزه ودانۍ ويجاړه شوې، د امنيتي چارواکو په وينا بريدګر د لمونځ کوونکو په لومړي کتار کې و، چې له ملبې څخه د ۹ تنو نورو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي دي. په جومات کې لا هم ګڼ کسان تر خاورو لاندې دي، وېره ده چې د درنو ماشینونو په مرسته د ژغورنې عملیات روان دي.

بریدګر د لمونځ کوونکو په لومړي کتار کې موجود و، د جومات له ملبې څخه د ۹ تنو نورو شهیدانو جسدونه را ایستل شوي، لا هم تر خاورو لاندې د ګڼو کسانو د ښخېدو وېره شته، د ژغورنې عملیات په درندو ماشیندارو روان دي.

د پولیس لاینز د ځانمرګي برید پړه کالعدم تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د پېښور ليډي ريډنګ روغتون د چاودنې د شهيدانو او ټپيانو نوملړ خپور کړی چې له مخې يې په چاودنه کې ۷۲ تنه شهيدان او ۱۵۷ نور ټپيان شوي دي.د پېښور ليډي ريډنګ روغتون د چاودنې د شهيدانو او ټپيانو نوملړ خپور کړی چې له مخې يې په چاودنه کې ۷۲ تنه شهيدان او ۱۵۷ نور ټپيان شوي دي.

په شهيدانو کښې ډي ايس پي عرب نواز، 5 سب انسپکټران، د جومات مخکښ امام صاحبزاده نورالامين، يوه ښځه او نور شامل دي. ښځه جومات ته څېرمه د پولیسو په کوټه کې بنده وه.

د روغتون انتظاميه وايي چې تر اوسه د دريو وژل شويو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی.

د ریسکیو په وینا د پېښور په صدر پولیس لائن سیمه کې د جومات دننه چاودنه شوې، د چاودنې غږ دومره زورور و چې تر لرې یې اورېدل شوی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. په سیمه کې هم غږونه اوریدل شوي دي.ریسکیو وینا ده چی د چاودنی نه پس ریسکیو اهلکار موقع ته رسیدلي او ژوبل کسان ئي نژدي هسپتال ته منتقل کړي دي ولی د قانون نافذ کونکي ادارو اهلکار هم موقعې ته رسیدلي او سکيورټي اهلکارو سیمه کلابنده کړې ده.

د ليډي ريډنګ روغتون مديريت وايي، چې په روغتون کې د وينې سخته اړتيا ده، له ښاريانو غوښتنه شوې، چې څومره وينه ورکړي.

د ډپټي کمشنر وینا ده چې په لیډي ریډنګ هسپتال کښې ژوبل کسانو ته د او نیګیټیو وینې سخت ضرورت دی نو د او نیګیټیو وینه لرونکي کسان دې لیډی ریډنګ روغتون پیښور ته ځان ورسوي او ژر تر ژره وینه ورکړي.

Leave a reply