کابل کې د جاپان سفارت په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د کانکور د مخنیوي په اړه اندېښنه ښودلې   

0
303

کابل کې د جاپان سفارت په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د کانکور د مخنیوي په اړه اندېښنه ښودلې 

جاپان د ا.ا. د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په پوهنتونونو کې د نجونو پر استخدام بندیز د بشري حقونو د سرغړونو په لور یو بل ګام بللی و.

د يادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي، چې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو کره وخت نه دى ټاکل شوى.

 

(2023  / 1 / 31    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د شمولیت د بندولو په اړه د ا.ا. د حکومت پرېکړه خواشینوونکې ده.

دغه سفارت لیکلي: “موږ د ط.البانو له دې پرېکړې مایوسه او ناهیلي یو.” جاپان د ا.ا. د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په پوهنتونونو کې د نجونو پر استخدام بندیز د بشري حقونو د سرغړونو په لور یو بل ګام بللی و.

اړوند موضوعات:

  د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې د نجونو په ګډون نويو محدوديتونو غبرګونونه راپارولي دي

د يادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي، چې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو کره وخت نه دى ټاکل شوى.

Leave a reply