د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې د نجونو په ګډون نويو محدوديتونو غبرګونونه راپارولي دي

د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې د نجونو په ګډون نويو محدوديتونو غبرګونونه راپارولي دي
بلخوا د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ټولنې مسوولین وايي، دغه ډول محدودیتونه به خصوصي پوهنتونونه له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ کړي. په هېواد کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په لړ کې وړمه ورځ لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په کانکور ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې مخنیوی وکړ.
(2023 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې د نجونو په ګډون نويو محدوديتونو غبرګونونه راپارولي دي. د اسلامي همکاریو ټولنې پرون د خصوصي پوهنتونونو په ازموینو کې د نجونو پر ګډون د بندیز په اړه خواشیني ښودلې ده.
د یادې ټولنې په اعلامیه کې له ا.ا څخه غوښتل شوي، چې د نجونو او ښځو له تعلیم څخه د محرومیت او د هغې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي پایلو د مخنیوي په موخه دې په وروستۍ پرېکړه او پخوانیو ورته فرمانونو له سره غور وکړي.
اړوند موضوعات:
د اقتصادي ستونزو لۀ امله د خصوصي پوهنتونو ۴۰ سلنه محصلین کم شوي