د اقتصادي ستونزو لۀ امله د خصوصي پوهنتونو ۴۰ سلنه محصلین کم شوي
د اقتصادي ستونزو لۀ امله د خصوصي پوهنتونو ۴۰ سلنه محصلین کم شوي
هر کال د پسرلي په موسم کې چې د افغانستان ګڼو سیمو کې ښوونیز کال پیلېږي، شخصي پوهنتونونه د نویو محصلانو د جذب لپاره د کانکور ازموینې اخلي او زرګونه کسان پکې ونډه لري. خو سږ پسرلي له تېرو هغو ډېر توپیر درلود.
(2022 / 4 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په هېواد کې د شخصي پوهنتونونو د محصلينو شمېر نږدې ۴۰ سلنه راکم شوی دی.
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۴۳ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې د جمهوریت له پرځېدو وړاندې پکې ۲۱۰ زره محصلان په زدکړو بوخت وو.
همدارنګه په نوي ښوونیز کال کې د نويو جذبېدونکو محصلينو په شمېر کې بیا له ۵۰ سلنو ډېر لږ والی راغلی دی. د شخصي پوهنتونونو ځینو څښتنانو ویلي له همدې امله یې اوس پوهنتونونه د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
تر ټولو ډېر زیان په کابل، جلال اباد، مزارشریف، هرات او ځینو نورو لویو ښارونو کې شخصي پوهنتونونو او موسسو ته رسېدلی دی.