شیخ رشید احمد: د عمران خان ماتې نه منم، د غره غوندې یې تر څنګ ولاړ یم
شیخ رشید احمد: د عمران خان ماتې نه منم، د غره غوندې یې تر څنګ ولاړ یم
د یادونې ده چې پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونو لخوا د لومړي وزیر عمران خان خلاف د نه باور رایې د پیل شوي بهیر په لړ کې د دغه هېواد قامي اسمبلۍ کې پلان شوې غونډه یو ځل بیا یکشنبې ته وځنډېده.
(2022 / 4 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پاکستان له مسوولینو غوښتي چې په دغه هېواد کې سملاسي ټولټاکنې وشي، تر څو ولس پرېکړه وکړي.
نوموړي د پاکستان پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان خلاف د بې باورۍ رایې په هکله وویل، چې ټول اوس د هغه خلاف دي، خو دی یې د غره غوندې تر څنګ ولاړ دی.
نوموړی زیاتوي که د یکشنبې په ورځ د بې باورۍ تحریک کامیاب هم شي، دی ماتې نه مني.
د یادونې ده چې پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونو لخوا د لومړي وزیر عمران خان خلاف د نه باور رایې د پیل شوي بهیر په لړ کې د دغه هېواد قامي اسمبلۍ کې پلان شوې غونډه یو ځل بیا یکشنبې ته وځنډېده.