د روس دوره مې وکړه، یو طاقتور هیواد په قهر شو: وزیراعظم عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان په یو بیان کې وئيلي دي چې روس ته ددورې په مهال طاقتور هيواد په غصه شو او ويې ويل ته ولې روس ته ځې، ايا کوم هيواد کوم هيواد ته دحکومت لرې کولو ګواښ کولى شي.
اسلام اباد کې دامنيتي خبرو اترو په مهال وزيراعظم عمران خان وويل زمونږ په ذهنونو کې تل دامنيت مطلب پوځ دى اؤ مونږ هيڅکله هم دامنيت خبره نۀ ده کړې، عمران خان اوویل چې امنيتي خبرې اترې د هيواد دراتلونکي لپاره ډير یو یو مهم څیز دې.
هغه زياته کړه، کومه ټولنه چې زورواکي مجرمين د قانون منګولو ته نه شي رسولای نو هغه ټولنه نه شي بريالی کېدلې، په کومه ټولنه کې چې د قانون حاکميت وي، هغه ټولنه هم پرمختګ کوي، عمران خان اوویل او په دې خبره ی زور ورکړو چې يو غريب هېواد فاسد او کرپټ خلق خپلې پيسې له هغه ځايه وړي، هغه اوویل چې د هېواد نه پیسې نورو هیوادونو ته وړل نو دې سره هیوادونه تبا کیږي، هغه اوویل چې په وړوکي کچ رشوت ملک نه تبا کوي بلکه د هیواد څخه نورو ملکونو ته پیسې تلل، په غیرقانوني طریقه پيسې نورو هیوادونو ته وړل، دا بد کار ملکونه تبا کوی او ورسته ی بوځي.
هغه اوویل چې د مني لانډرنګ مجرمانو ته سزا نه ورکول کیږي نو دې وجهې ملکونو ته زیان رسي او روستو پاتې کیږي.
ََََََََََََََََََََ






