د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تازه ویلي افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کول د طالبانو خپل مسؤلیت دی.

0
96

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تازه ویلي افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کول د طالبانو خپل مسؤلیت دی.

30 جنوري 2023

د روسیې هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف تازه ویلي چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کول د نړیوالې ټولنې لخوا اعلان شوی شرط نه بلکې د طالبانو یو مسوولیت دی.

 

سرگي لاوروف د خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره په گډ خبري کنفرانس کې ویلي چې طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت رامنځته کول خپل یو مهم هدف بللی و او اوس نړیواله ټولنه له طالبانو څخه د خپلو ژمنو عملي کول غواړي.

 

 

لاوروف زیاته کړې چې په افغانستان کې د تروریزم گواښ لا هم له منځه ندی تللی خو په وینا یې د شانگهای همکاریو سازمان په واسطه پدې تړاو هڅې روانې دي.

اړوند موضوعات

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: اسلامي امارت د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.

 

یاده دې وي چې د پاکستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري روس هیواد ته پخپل دوه ورځیني رسمی سفر تللی دی.

Leave a reply