د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: اسلامي امارت د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.

0
95

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: اسلامي امارت د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.

24 دسمبر 2022

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې اسلامي امارت د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره بین الافغاني خبرې نه مني.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوناما مشرې په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اړتیا نه ویني. هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت خپل حکومت د ټولو افغانانو استازی حکومت ګڼي.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له رئیس سره وکتل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، که اسلامي امارت وغواړي؛ مسکو او نوی ډیلی په ګډه چمتو دي چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د بیا پیل په برخه کې مرسته وکړي.

Leave a reply