د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له رئیس سره وکتل.
د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له رئیس سره وکتل.
24 دسمبر 2022
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د (UNHCR) دفتر له رئيس ښاغلي ليونارد زولو سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو دګډو پلانونو او فعاليتونو په اړه يې خبرې وکړې.
په دغه ليدنه کې چې د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په کاري دفتر کې ترسره شوه، ايران ته د دوه اړخيز سفر، په هغه هېواد کې د تر سره شوې څلور اړخيزې ناستې د پايلې او د دواړو ادارو د ګډو پلانونو او فعاليتونو په اړه خبرې شوې.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د هغه مواردو د عملي کېدو غوښتنه وکړه چې په ايران کې د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه په څلور اړخيزې ناستې کې د ملګرو ملتونو له لورې يې ژمنه شوې وه.
په افغانستان کې (UNHCR) دفتر رئيس وويل، د پورتنيو پلانونو او ژمنو د ښه پلي کېدو په موخه بايد په ملي کجه د دايمي حل او بيا يوځای کېدو ناستې او په نړيواله کچه د اساسي ملاتړ ډلې منظمې ناستې ترسره شي.
ښاغلي زولو وړانديز وکړ، چې د پروګرامونو د همغږۍ لپاره دې د هېواد د ملي بنسټونوپه ګډون د مهاجرينو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې د دايمي حل لارو او د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو يوه ډله جوړه او لومړنۍ ناسته دې يې په راتلونکې مياشت کې ترسره شي.
اړوند موضوعات
کډوالو وزارت: تېره میاشت نیږدې ٣٨ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د هغه په خبره په پام کې ده، چې د اساسي ملاتړ ډلې ناسته د افغانستان، ايران، پاکستان، ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ملاتړ کوونکو هېوادونو په ګډون په قطر کې جوړه شي.