د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي افغانستان کې څلور میلیونه خلګ بشري مرستو ته اړتیا لري.

0
141

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي افغانستان کې څلور میلیونه خلګ بشري مرستو ته اړتیا لري.

30 جنوري 2023

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي چې په افغانستان د خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه شوې.

 

یادې ادارې ویلي چې ۸۴۵ زره ماشومان، ۸۳۶ زره امیندوارې ښځې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. اوچا ویلي چې ۴ میلیونه افغانان د خوارځواکۍ له امله کړېږي.

 

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې ۵۶۵ زره اړمنو او زیانګالو سره مو د کمبلو، سر پناه پر ځایونو او هغوی ته د کرایي کور په نیولو مرستې رسولي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي چې د تیر په پرتله افغانستان سږ کال د سختې سړې هوا له کبله مرستو ته اړتیا لري.

 

یادې ادارې ویلي د بودیجې د کموالې له امله د اړمنو وګړو په بېړنیو مرستو کې کموالی راغلی، نو پر نړیوالو موسسو غږ کوو چې ۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې نړیوالې موسسې دې ورته په وخت لاس رسی ولري.

Leave a reply