تیره ورځ د بهرنیو چارو وزیر سره افغانستان کې د ایران سفیر او میشتو ایراني دیپلوماتانو او قونسلګریو مسؤلینو ولیدل.

تیره ورځ د بهرنیو چارو وزیر سره افغانستان کې د ایران سفیر او میشتو ایراني دیپلوماتانو او قونسلګریو مسؤلینو ولیدل.
27 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ایران د جمهور ریس ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي، د سفارت مرستیال، ډیپلوماټانو او په هیواد کې د ایران د څلورو کونسلګیریو مسؤلینو ولیدل.
خبر زیاتوي په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په شمول د بهرنیو چارو وزرات یو شمیر رئیسانو هم ګډون درلود.
یاده ناسته کې په سیاسي موضوعاتو سربېره د ویزو په برخه کې د لازم تسهیل او چټکتیا رامنځته کولو، د تجارت او زراعت په برخو کي د نویو اقداماتو او یو شمېر نورو موضوعاتو د بهبود په تړاو خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده چې په دې اوږده ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او هماهنګۍ په اړه مفصل او راڼه بحثونه ترسره شول.





