د بهرنیو چارو وزیر سره په کابل کې د ناروې شارژدافیر کتلي او پر یو لړ سیاسي، بشري همکاریو او امنیتي مسائلو غږیدلي.

0
86

د بهرنیو چارو وزیر سره په کابل کې د ناروې شارژدافیر کتلي او پر یو لړ سیاسي، بشري همکاریو او امنیتي مسائلو غږیدلي.

26 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر وکتل او د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په هکله یې خبرې سره وکړې.

ښاغلي بکر لومړۍ د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودونه خواشیني وښودله، دغه زار نوموړي زیاته کړه چې هیواد یې د تل په څیر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړيکو ته تیار دی او هڅې کوي چي د افغانانو لاسنیوی وکړي.

 

همداراز نوموړي څرګنده کړه چې هیواد یې هوډ لرې چې له افغانستان سره د سیاسي تعامل په پار له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي؛ هغه څرګنده کړه چې د افغانستان اوسني چارواکي او حاکمیت یې یو واقعیت دی او باید نړیوال ورسره واقعبین چلند وکړي.

 

امیرخان متقي وویل؛ باید کوشش وکړو نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو چې ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي، ده زیاته کړه د نوي افغان حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ موږ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، له داعش او مخدره موادو سره مو مؤثره مبارز کړې او لا هم ژمن یو چې په هیواد کې هر اړخیز ثبات حاکم او له افغان خاروې هیڅ کوم لوري ته کواښ متوجه نکړل شي.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل، لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو، نوموړي په تأسف سره وویل چې لا هم ځینې هیوادونو د فشار په آپشنونو باور لري.

اړوند موضوعات

تیره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر سره په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر کتلي.

 

دغه راز په ناسته کې دواړو لوریو د نیمه پاتي پروژو، تعلیم او تربیې او یو لړ نورو مواردو خبرې وکړې چې د ځینې خنډونو له امله معطل ولاړ دي.

Leave a reply