په افغانستان کې بې ساري سړې څپې؛ تر دوه سوه زرو ډېر څاروي له منځه تللي دي

0
85

د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستغني وايي، د دغو څارويو ډېره برخه په بلخ، پنجشیر او جوزجان ولایتونو کې له منځه تللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډېرو وګړو اقتصاد په څارویو پورې تړلی دی. بل خوا له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د سختې یخنۍ له امله د مړو شمېر ۱۶۰ تنو ته رسېدلی دی.

(2023 / 1 / 27    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې بې ساري سړې څپې؛ تر دوه سوه زرو ډېر څاروي له منځه تللي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په تېرو دوو اوونیو کې په هېواد کې د بې ساري سړې هوا له امله تر ۲۰۰ زره ډېر څاروي مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستغني وايي، د دغو څارويو ډېره برخه په بلخ، پنجشیر او جوزجان ولایتونو کې له منځه تللې ده.

اړوند موضړعات:

په جوزجان او بدخشان کې د سختې یخنۍ له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي   

Leave a reply