په جوزجان او بدخشان کې د سختې یخنۍ له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي   

0
113

د حليمي په وينا، دغه کسان په آقچې، خانقاه او خماب ولسواليو کې وژل شوي دي. له بلې خوا د بدخشان د استخباراتو رئیس معیز الدین احمدي وايي چې په دې وروستیو څو ورځو کې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله ۶ ماشومان مړه شوي دي.

د احمدي په خبره، ۵ ماشومان په شهربزرګ ولسوالۍ کې او یو بل ماشوم د دغه ولایت په مرکز کې وژل شوی دی. ویل کېږي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سختو بارانونو تر ۶۰ ډېر کسان وژلي دي.

(2023 / 1 / 19    نېټه  باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په جوزجان کې د سختې یخنۍ له امله ۱۸ تنه او په بدخشان کې ۷ ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو واورو ورېدو او سختې يخنۍ له امله نهه نارينه، پنځه ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي.

د حليمي په وينا، دغه کسان په آقچې، خانقاه او خماب ولسواليو کې وژل شوي دي. له بلې خوا د بدخشان د استخباراتو رئیس معیز الدین احمدي وايي چې په دې وروستیو څو ورځو کې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله ۶ ماشومان مړه شوي دي.

اړوند موضوعات:

په پاکستان کې به سږکال د سختې یخنۍ ریکارډ مات شي

Leave a reply