په پاکستان کې به سږکال د سختې یخنۍ ریکارډ مات شي

0
85

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې د موسمیاتو ادارې رسنیو له داسې رپورټونه ورکړي چې په پاکستان کې به سږکال د یخنۍ ریکارډ مات شی او په دې هیواد کې به د یخني د وجهې د وګړو روزانه ژوند ډیر بد متاثره شي.
د سمبر له ۲۵ او ۲۶ نیټې به پاکستان ته د سړې هوا سخته څپې داخلیږي.

د مشرق رپورټ مطابق د تودوخې درجه کولی شي د 1 یا 2 درجو یا منفي 1 څخه تر 2 پورې راښکته شي. د سایبریا بادونه کولی شي د دسمبر له 28 څخه تر 29 پورې په پاکستان او هند کې سوداګرۍ او نور عادي ژوند سخت ګډوډ کړي او متاثره ی کړي .
د رپورټ مطابق په ګرمو سیمو کې اوسیدونکي خلک د دې ډول نامناسب موسمي بدلون څخه اغیزمن کیدی شي نو د ګرمو جامو له اغوستلو پرته دې له کوره بهر مه ځي او خپل شاوخوا بې وزله خلک خبر کړئ او د ګرمو جامو په ورکولو کې ورسره مرسته وکړئ.

Leave a reply