ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک له قوله وایي د افغانستان صادرات په تیرو نهو میاشتو کې یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالړو ته لوړ شوی.
ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک له قوله وایي د افغانستان صادرات په تیرو نهو میاشتو کې یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالړو ته لوړ شوی.
26 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر په یوه تازه خپرپاڼه کې ویلي چې خوشبختانه سږ کال تیرو نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې.
نوموړی وایي: د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ۹ میاشتو کې د افغانستان صادرات یو مېلیارډ او ۷ سوه مېلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي.
نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې هم راټيټې شوي دي.
اړوند موضوعات
اقتصادي معاونیت: تیرو نهو میاشتو کې د هیواد د صادراتو کچه 1424 میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اشغال په شل کلنه دوره کې له خورا هڅو او پراخو امکاناتو سره سره افغانستان ایله په کال کې ۸۰۰ میلیونه ډالره صادرات درلودل.
حماد