اقتصادي معاونیت: تیرو نهو میاشتو کې د هیواد د صادراتو کچه 1424 میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

0
170

اقتصادي معاونیت: تیرو نهو میاشتو کې د هیواد د صادراتو کچه 1424 میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

10 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خپرپاڼه کې راغلي چې سږ کال د افغانستان په صادراتو کې د تیر په پرتله دوه چنده زیاتوالی راغلی.

دغه معاونیت وایي: اسلامي امارت د هېواد اقتصادي ثبات په پار کوټلي ګامونه اخیستي چې په پایله کې یې د 1401 کال په لومړیو 9میاشتو کې د صادراتو کچه 1424میلیون ډالرو ته رسېدلې.

 

دا په داسې حال کې چې د تېرې ادارې د 1399 او 1400 کلونو په لومړیو 9میاشتو کې د صادراتو کچه په ترتیب سره434 او 478 میلیون ډالره وه.

 

د یادو صادراتو لوړه کچه د وچې او تازه میوې ده، چې د افغانستان څخه بیلابیلو هیوادونو ته صادریږي او یو وتلی نوم لري.

 

د وچې او تازه میوې سربیره، ترکاري، پیاز او رومیان هم په لوړه کچه صادریږي، تر څنګ یې د ذغال او د ډبرو سکاره هم په لوړه کچه په کې شتون لري.

اړوند موضوعات

سطح صادرات افغانستان از طریق محموله هوایی افزایش یافته است

د دغه صادراتو لوړه برخه پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکیه، چین، عربي امارات، ایران، تاجکستان او هندوستان ته او نور جرمني او ځینو نورو اروپایي هیوادونو ته د هوا او ځمکې له لورې شوې.

حمادشیرزاد

Leave a reply