د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست د هټیوالو اتحادیې له مسئولینو سره کتلي.

0
193

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست د هټیوالو اتحادیې له مسئولینو سره کتلي.

26 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د هټیوالو اتحادیې له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په یاده لیدنه کې د اتحادیې د غړیو په استاز ولۍ محمد نادر قرغه یي او مرستیال یې شیرین اغا خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې هر ډول همکاري ته ژمن دي په خپله ټولنه کې به د معروفاتو د اقامې او د منکراتو په ازاله کې هیڅ ډول هڅې و نه سپموي.

شیخ محمد خالد هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې خپل مشکلات د حل په موخه له دوی سره شریک کړي تر څو وکولی شو د خپلو هیواد والو ر یښتونی خدمت وکړو.

 

سرپرست وزیر همدا رنګه د اتحادیې له غړیو په ځانګړې توګه غوښتنه وکړه چې پخپلو کارونو کې له اخلاص څخه کار واخلي، څو تجارتي کارونه د اسلامي احکامو سره سم تر سره کړي او په دې برخه کې د منکراتو مخه ونیول شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کسبګرو او هټیوالو خونې له مشر او استازو سره وکتل.

 

د یادونې وړ دی چې یاده اتحادیه له تېرو ۳۸کلونو راهیسې په دې برخه کې د هیواد والو خدمت کوي او د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې فعالیتونه لري چې د ولایتونو څخه بغیر یواځې په پلازمینه کابل کې ۱۲۰زره کسان پکې غړیتوب لري چې د کسبه کارانو مختلف صنفونه پکې راټول دي.

Leave a reply